ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

توماس وېسټ له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

توماس وېسټ له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

author avatar
10 Jun 2024 - 11:31
توماس وېسټ له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې
author avatar
10 Jun 2024 - 11:31

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي، په واشنګټن کې یې له ازبکستان چارواکو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو او په دې برخه کې پر حل‌لارو خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځاګړي استازي توماس وېسټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، خوښ دی چې په واشنګټن کې یې د ازبکستان د ملي امنیت شورا د مرستیال کاملوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي ارګاشف کوربه‌توب کړی دی.

هغه لیکلي چې په دې لېدنه کې یې په افغانستان کې د یو شمېر ګډو ګټو او په دې برخه کې پر حل‌لارو خبرې کړې دي.

هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.