فراهښار (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه ولایت په مرکز کې دوه روغتیايي کارکوونکي – چې ښځه او خاوند دي – د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې ټپیان شوي دي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي عبدالحي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د فراه ښار دویمې ناحیې مربوطاتو کې ناپېژانده وسلهوالو پر دوو روغتیايي کارکوونکو چې ښځه او خاوند دي، ډزې کړې او ټپیان کړي یې دي.
هغه وايي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د سباوون په وینا، د یادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې جدي پلټنې روانې دي.
دغه راز، د فراه ښار یوه اوسېدونکي عبدالمالک ساحل پژواک ته وویل، دغه خاوند او ښځه نرس او قابله دي او په بکواه ولسوالۍ دنده ترسره کوي.
هغه زیاته کړه چې دوی ښار ته د کوم کار لپاره راغلي وو چې له یادې پېښې سره مخ شوي دي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن