Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تهران کې د اورلګېدنې له امله ۵۰ کسان ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د ایران په تهران ښار کې د ټایرونو تولید په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې په پایله کې ۵۰ کسان ټپيان شوي دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه تېره ورځ ماسپښين مهال رامنځته شوې وه.

د تهران د بېړنیو پېښو د رسېدنې ادارې مشر محمداسماعیل توکلي ویلي، دغه اورلګېدنه د تهران د سوېل‌لوېدیځ په شهریار سیمه کې په یوه فابریکه کې رامنځته شوې او له امله يې ۵۰ کسان ژوبل شوي دي.

هغه زیاته کړې، له یادو ۵۰ کسانو دېرش تنه يې روغتونونو ته رسول شوي او پاتې نورو ته په سیمه کې روغتيايي خدمات وړاندې شوي دي.

د راپورونو له مخې، دوه ورځې وړاندې هم د تهران ښار اړوند په شوراباد سیمه کې درې لوی ګدامونه سوځېدلي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.