کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په غزني کې د څه باندې ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۲ پراختیايي پروژو او په کندهار کې د څه باندې ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژهیي خدمتونو رسونې ادارې (UNOPS) په مالي مرسته د دغه ولایت د خواجهعمري ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د څه باندې ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د ۴۲ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې.
خبرپاڼه کاږي، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، اوبو لګولو ساختمانونو او محافظوي دېوالونو جوړول شامل دي.
د سرچینې په حواله، د یادو پروژو د کار په لړ کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې.
دغه راز، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او ناروې یو مرستندوی دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په بادیزو کلي کې د څه باندې ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې.
سرچینه زیاتوي، په یاده شبکه کې د ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د ۴۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې زېرمې جوړول، د ۱۴ شیردهنونو او ۳۰ سولرتختو نښلول شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د کار په لړ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د بادیزو کلي ۱۶۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن