سرپل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د سرپل ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر ۳۰ کیلومتره یوه سړک د جغلاچونې کار پیل شو.
د سرپل د والي ویاند مولوي حبیبالله مسرور پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ د پستهمزار او شاتوت کليو ترمنځ پر غځېدلي ۳۰ کیلومتره سړک چې ۷ متره پلنوالی لري او د وروستیو سېلابونو له امله تخریب شوي و، د جغلاچونې کار پیل شو.
هغه وویل، دا پروژه د ۲۰۹ الفتح قولاردو څلورمې لوا په ماشینرۍ، د ولایت مقام په مالي ملاتړ د درې میلیون افغانیو په لګښت مخ ته وړل کېږي.
د سرپل د والي ویاند زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړېدو به د لسو کلیو اوسېدونکو ستونزې حل شي.
ده دغهراز وویل، د سرپل ولایت مقام په نظر کې لري چې د ټولو ولسوالیو سړکونه چې د سېلابونو له امله تخریب شوي هم ترمیم کړي او ورغوي.
د صیاد ولسوالۍ د پستهمزار کلي یوه اوسېدونکي حفیظ وویل چې وروستیو سېلابونو لارې تخریب کړي وسایط او څاروي په ډېرو ستونزو سره تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړه: «له حکومت مننه کوم چې زموږ په سړک جغلاچونه کوي او زموږ خلکو ته هوساینه رسوي.»
د صیاد ولسوالۍ د شاتوت کلي یوه اوسېدونکي منیر وویل: «موږ په یوه ډېره لرې او غرنۍ سیمه کې اوسېږو، له اسلامي امارت مننه کوو چې زموږ سړکونه بیا رغوي.»
نوموړي له حکومت غوښتنه وکړه چې د سړکونو قیرکولو برخه کې هم پاملرنه وکړي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن