کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مکه معظمه کې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په ۴۸ نړۍوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رییس مولوي نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمې بلنه د مکې معظمې په ښار کې په جوړ شوي ۴۸تم نړۍوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
دغه لوی او نړۍوال کنفرانس هر کال د حج په موسم کې په سعودي عربستان کې جوړیږي او سږ کال د «ندوة الحج الكبری» په نوم نومول شوی و.
مجاهد لیکلي، په دغه کنفرانس کې د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزیر دکتور توفیق بن فوزان الربیعة په وینا پرانیستل شو چې په کې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر، د رابطة العالم الاسلامي مشر دکتور محمد بن عبدالکریم العیسي، د مسجدالحرام او مسجد نبوي د چارو رییس شیخ عبدالرحمن السُدَیس، د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو، د اسلامي امت مشهورو علماء کرام، پوهانو او دولتي مسوولینو برخه اخیستې وه.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس ته د نړۍ له اسلامي هېوادونو تر پنځه سوو زیات مسوولین او علماء وربلل کېږي.
د اسلامي امارت ویاند لیکلي، د دغه کنفرانس موخه دا وه چې په حج کې شرعي او فقهي رخصتونه او اسانتیاوې په پام کې ونیول شي او د وضع شوو قوانینو او لوایحو مراعات وکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP