ګردېز (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار او زرمت ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رييس مولوي محمدکريم فاتح پژواک ته وويل چې په يادو پروژو کې د کانالونو او ګبين دېوالونو جوړول، د سربندونو ترميم او د سېلابي اوبو ذخیره کولو د دوو لويو حوضونو پاکول شامل دي.
هغه وویل چې پر یادو پروژو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لوری ۱۳ میلیون افغانۍ لګول کېږي چې په ترڅ کې به يې پنځه سوو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د فاتح د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو له جملې دوه یې په مرکز ګردېز او پنځه نورې یې په زرمت ولسوالۍ کې دي چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
هغه وویل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي او ترڅنګ به یې د ځمکو خړوبولو لپاره هم اوبه هم برابرې شي.
بل لورته خلک هم د یادو پروژو پلي کېدو ته خوښ دي.
د زرمت ولسوالۍ د کوتيخېلو کلي یوه اوسېدونکي شاهمحمد پژواک ته وويل چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به کروندګر وکولای شي په اسانۍ سره خپلې ځمکې خړوبې کړي.
هغه وويل: «پنځوس کاله پخوا دلته د اوبو ذخیره کولو لپاره دوه لوی ډنډونه جوړ شوي وو خو په دې وروستيو کلونو کې د سېلاب راوتو له امله له خاورو او ډبرو ډک شوي چې د اوبو ذخیره کولو ظرفيت يې کم شوی خو چې اوس پاک شي بېرته به اوبه ډېرې ذخیره کړي.»
د یادې ولسوالۍ یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې په دې ولسوالۍ کې د نورو کانالونو او سربندونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن