ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپایي ټولنه: د افغانستان خلک باید له پامه ونه غورځول شي

اروپایي ټولنه: د افغانستان خلک باید له پامه ونه غورځول شي

author avatar
12 Jun 2024 - 09:36
اروپایي ټولنه: د افغانستان خلک باید له پامه ونه غورځول شي
author avatar
12 Jun 2024 - 09:36

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د اروپایي ټولنې لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډه کې له افغانانو سره پر بشري مرستو خبرې کړې دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو خدماتو څانګې دغه څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

سرچینې لیکلي چې د یادې غونډه غړي په بروکسل کې سره راټول شوي وو څو له افغانانو سره د ښکېلتیا ارزونه وکړي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د بشري مرستو چمتو کولو لپاره د ډېرو اغیزمنو لارو چارو په اړه بحث وکړي.

د راپورونو له مخې، په یاده غونډه کې د قطر استازي هم برخه اخیستې وه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د دې غونډې په تړاو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د راتلونکې چنګاښ میاشتې په لسمه او یوولسمه د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په اړه به یې خپل دریځ اعلان کړي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.