ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د کارګرو ماشومانو په اړه د اوچا اندېښنه او د کار وزارت ډاډ

افغانستان کې د کارګرو ماشومانو په اړه د اوچا اندېښنه او د کار وزارت ډاډ

author avatar
12 Jun 2024 - 14:56
افغانستان کې د کارګرو ماشومانو په اړه د اوچا اندېښنه او د کار وزارت ډاډ
author avatar
12 Jun 2024 - 14:56

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې‌کوونکې اداره وایي، افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې د ماشومانو د کار مخنیوی وکړي.

نن د جون ۱۲مه د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکې ادارې (اوچا) د همدې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان په داسې کارونو بوخت دي چې د هغوی د هوساینې او روغتیا لپاره اندېښمنوونکي دي.

سرچینه زیاتوي: «موږ باید په ګډه کار وکړو څو ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشوم په خوندي چاپېریال کې د زده‌کړو او ودې فرصت لري.»

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان سخت کارونه کوي، څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په یوه ویډیویي کلیپ کې ویلي چې دغه وزارت هڅه کوي د ماشومانو د کار مخنیوی وکړي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

دی وایي، یاد وزارت هغو یتیمو ماشومانو ته چې کار کوي، په مرکز او ولایتونو کې روزنتونونه فعال کړي او د بېوزلو کورنیو سرپرستانو ته یې د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.