ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتونستان واټ څلورلارې د بیارغونې او ښکلا چارې پیل شوې

د پښتونستان واټ څلورلارې د بیارغونې او ښکلا چارې پیل شوې

author avatar
12 Jun 2024 - 17:22
د پښتونستان واټ څلورلارې د بیارغونې او ښکلا چارې پیل شوې
author avatar
12 Jun 2024 - 17:22

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د کابل ښاروالۍ وايي، د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت او د تاریخي ارزښتونو د ساتلو په موخه د ښار په مرکزي برخه کې د پښتونستان واټ څلورلارې د بیارغونې او ښکلا چارې پیل شوې.

د کابل ښاروالۍ نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه چارې «د سن سکای» ودانیز شرکت په مالي ملاتړ پیل شوې دي.

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمدنبي عثماني ویلي، د دې څلورلارې د بیارغولو موخه، د ښاري ښکلا رامنځته کول او د تاریخي ارزښتونو ساتل دي؛ ځکه ښاري ښکلا کولای شي د ښاریانو په رواني لید کې غوره بدلون راولي.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد هم ویلي چې د یادې څلورلارې د بیارغونې په چارو کې د اوبو د یوې نوې دوراني فوارې نصبول، د پخوانیو فوارو بیارغونه، د کاسې چپس کاري، د څلورلارې رنګول، د کټاړو او پلو لارو بیارغونه او د څراغونو نصبول شامل دي.

سرچېنې لیکلي، کابل ښاروالي ژمنتیا لري چې د لویو ټولګټو پروژو د پلي کولو ترڅنګ له عامه تاسیساتو او ملي شتمنیو څخه هم ساتنه وکړي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.