فیضاباد (پژواک، ۲۴ جوزا ۱۴۰۳): د بدخشان مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ درملنې مرکز جوړ شو او د پرسونل او طبي تجهیزاتو په درلودو دې ته چمتو دی چې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ومني.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس انجنير ذبيحالله اميري وايي چې د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ اړوند د خوردهګان سیمې د خوارځواکۍ درملنې روغتیايي مرکز ودانۍ د بدخشان د ځايي ادارې په همغږۍ له لوږې سره د مبارزې دفتر له خوا په یوه پوړ کې چې ۱۴ خونې لري، په اساسي ډول جوړ شوی دی.
هغه د دغه مرکز د جوړېدو موخه په دې ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ پېښو صفر کېدل یاده کړې او وایي په دغه مرکز کې لازمې اسانتیاوې لکه ۲۴ ساعته امبولانس، مجرب پرسونل او ۱۵ بستره د خدماتو وړاندې کولو ته چمتو دي.
هغه په بدخشان کې د روغتيايي مرکزونو جوړول د دغه ولايت د اوسېدونکو له لومړنيو اړتياوو بولي او زياتوي چې ځایي اداره له داسې پروګرامونو هرکلی کوي.
د شهربزرګ ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه روغتيايي مرکز جوړېدو هرکلى کوي او وایي چې د معیاري مواصلاتي لارو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي، هر کال د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د ترافیکي پېښو له امله مري او نه شي کولی خپل ناروغان ژر روغتیایي مرکزونو ته ورسوي.
دوی له اسلامي امارت او موسسو د مواصلاتي لارو د ترمیم او بیارغونې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د روان کال په وري میاشت کې ویلي وو، په تېرو دوه نیمو کلونو کې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ درملنې شاوخوا ۲۲۰۰ نوي سایټونه جوړ شوي خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې په هېواد کې د خوارځواکۍ درملنې ۸۰۰ مرکزونه موجود وو.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن