مهترلام (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د الینګار والسوالي د کلمان درې په کنډلام سیمه کې یې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړې ده.
د لغمان د الینګار ولسوال قاري نورالهادي صارم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب یې د دې والسوالي د کلمان درې د کنډلام سیمې د دوو کورنیو ترمنځ لسکلنه دښمني چې په ترڅ کې یې پنځه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی، په دوستۍ بدله کړې ده.
ورته مهال، د دواړو کورنیو غړي خوښ دي چې د ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو له لوري یې دښمني پای ته ورسېده.
د کنډلام سیمې اوسېدونکی حسنخان چې د دې دښمنۍ پر مهال یې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي، وايي، د ځاني زیان ترڅنګ ورته درانه مالي زیانونه اوښتي او د کورنۍ غړو ته یې روحي او رواني ستونزې هم پیدا شوې دي.
دغه راز، حاجي عبدالعظیم چې د حسنخان له کورنۍ سره یې دښمني لرله وايي، لس کاله مخکې یې له لفظي شخړې وروسته دښمني پیل شوه چې یو وراره یې پهکې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
نوموړي وویل: «جنګ او دښمني بدمرغي ده، نسلونه ختموي، په ټولنه کې انسان منفور معرفي کوي، له ټولو هغو کسانو چې عملاً په دښمنۍ کې دي، غوښتنه کوم چې جنګ او دښمني کول د انسان او مسلمان صفت نه دی، هر څومره ژر چې کېدلی شي د قومي مشرانو او سولهخوښوونکو انسانانو په مرسته د سولې لار خپله کړي.»
د یادونې ده، د دې ولسوالي ولسوال وايي، تېره میاشت یې هم په یاده سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه نهه کلنه دښمني په دوستي بدله کړې چې دواړو غاړو ته پهکې ۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن