ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نجلۍ کورنۍ ته د اختري وړل؛ جوزجان کې ځیني ځوانان: د ناوړه دودونو مخه دې ونیول شي

د نجلۍ کورنۍ ته د اختري وړل؛ جوزجان کې ځیني ځوانان: د ناوړه دودونو مخه دې ونیول شي

author avatar
13 Jun 2024 - 09:21
د نجلۍ کورنۍ ته د اختري وړل؛ جوزجان کې ځیني ځوانان: د ناوړه دودونو مخه دې ونیول شي
author avatar
13 Jun 2024 - 09:21

شبرغان (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): جوزجان کې ځینې کوژدن ځوانان د نجلۍ کور ته د اختري وړلو په څېر ناسم دودونه ملا ماتوونکي بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

د زوم کورنۍ له لوري د ناوې کورنۍ ته د اختري ډالیو وړل د افغانانو له مخکنیو دودونو دي چې له اختر یوه اونۍ مخکې د زوم کورنۍ د ګاڼو ترڅنګ یوه جوړه کالي، سینګارتوکي، وچه او لنده مېوه او کیک او کلچې اخلي او د ناوې کور ته یې وړي.

خو په جوزجان کې ځینې جوړې دغه دودونه ناسم بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

د شبرغان ښار اوسېدونکی احمدجاوېد چې کوژده یې کړې او د اختري اخیستو لپاره بازار ته راغلي وايي: «درې کاله کېږي چې کوژده مې کړې، د اختري، نوروز او روژه‌ماتي وړلو پر ملا مات کړم، باور وکړئ هر کال ۱۵۰ زره افغانۍ پر همدې ناوړه دودونو مصرفېږي.»

هغه چې په شبرغان ښار کې توکي پلوري، دغه لګښتونه ملاماتوونکي بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

د جوزجان بل اوسېدونکی محمداشرف وايي: «نن مې ۵۰ زره افغانۍ پور کړې چې عیدي یوسم، دا چې قرض به بېرته څنګه ورکوم، حیران یم.»

هغه د اختري او نوروزي وړل ناسم فرهنګ بولي او وايي چې ناوې کورنۍ باید د دغو دودونو په ترسره مولو ټینګار ونه کړي.

د شبرغان ښار بل اوسېدونکي بنیامین هم دغه ډول دودونه ناوړه وبلل، ویې ویل: «یو کال کېږي کوژده مې کړې، خو تر اوسه نه یم توانېدلی واده وکړم؛ ځکه د کوژدنې کورنۍ مې وايي چې باید ټول دودونه او رواجونه پوره کړې، ‎زه دوکان لرم چې له لارې یې یوازې د کورنۍ لګښتونه پوره کوم، حتا د واده لګښت هم نه لرم، دوی وايي چې زموږ لور په ژوند کې یو ځل واده کوي، سل ارمانونه لري او باید ښه مراسم ورته جوړ کړو.»

دغه ځوان چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ور لهه غاړې ده، له دې ډول دودونو شکایت کوي او ملاماتوونکي یې بولي او له کورنیو غواړي چې دغو دودونو ته اهمیت ورنه کړي او د خپلو اولادونو راتلونکي ته پاملرنه وکړي.

د شبرغان ښار اوسېدونکې مرجان چې د اختري اخیستو لپاره بازار ته راغلې وايي، د اختري او نوروزي وړل ډېر ښه دي او د کورنیو د مینې او نږدې‌والي لامل ګرځي، خو هغه کسان یې د وړلو توان یې نه لري، د ناوې کورنۍ باید پرې ټینګار ونه کړي.

هغې زیاته کړه: «هغه باید د زوم د کورنۍ له وس سره سم ترسره کړي، خو له بې‌ځایه او ملا ماتوونکو لګښتونو باید ډډه وشي، زه هم نن بازار ته راغلې یم او د کوژدن د وس مطابق خریداري کوم.»

په همدې حال کې، د جوزجان اوسېدونکې سکینه چې پنځه کاله مخکې یې کوژده کړې وايي: «زه تر اوسه په همدې ناوړه دودونو کې لګیا وم او ونه توانېدم چې واده وکړم، کوژدن مې ایران کې دی، کومې پیسې چې ګټې حتا اختری هم نه کېږي، وار د دې شو چې ولور ورکړي.»

بلخوا، جوزجان کې د ښځو د حقونو فعالې شبنم رسولي پژواک ته وویل: «زما په اند، که د اختري مراسم هر څومره ساده ونیول شي، په همغه اندازه به یوه جوړه خوشبخته وي او هرڅومره چې په دونو کې له ناوړو دودونو استفاده وشي، په همغه اندازه به یوه جوړه په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ وي.»

هغې زیاته کړه، ډېری جوړې د ناوړه دودونو له امله له یوبل جلا کېږي چې راتلونکی یې له منځه ځي.

هغه وايي، د همدغه ناوړه دودونو له امله له یو بله د څو جوړو د جلا کېدو شاهده ده چې د زوم کورنۍ یې په ورکولو کې ناتوانه وه.

هغې هم له کورنیو وغوښتل چې د دغه ډول ناوړه دودونو په ترسره کولو سره د خپلو اولادونو ژوند خراب نه کړي.

جوز جان کې دیني عالم مولوي ثمرالدین وايي: «د اختري، افطاري او نوروزي وړلو که څه هم چې زموږ په ټولنه یې د خلکو تر منځ یو دود ګرځېدلی، خو یو ناسم دود دی؛ ځکه که د هلک کورنۍ د اختري وړلو توان ونه لري، مجبوریږي چې په قرض دغه کار وکړي چې ښايي دا کار باید په راتلونکي ستونزې ورته جوړې کړي.»

هغه دې ته په اشاره چې ځینې ناوړه دودونه د ځوانانو تر منځ د ودونو د ځنډ لامل ګرځي وویل: «په اوسني وخت کې د ولور، لوړ مهر، اختري او نوروزي وړلو په شان د دواړ د لوړو لګښتونو له امله له د ځوانانو عمرونه لوړیږي او د همدې لوړو مصارفو په خاطر، ځوانان نه‌شي کولای واده وکړي چې دغه ډول لګښتونه اسراف دی او په اسلام کې حرام دي.»

په دغه ولایت کې ډېری کوژده کړي ځوانان له ټولو کورنیو غواړي چې یاد ناوړه دودونه له پامه وغورځوي او د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره باید د زوم او ناوې کورنۍ له یو بل سره همکاري وکړي.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.