Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان پاپوا نیو ګیني ته هم ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل‌اووریز جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې پاپوا نیو ګیني ته په ماتې ورکولو سره بل پړاو ته لار پیدا کړه.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالي کې پاپوا نیو ګیني لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په شلم اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۹۵ منډې وکړې.

افغان توپ‌اچوونکو نن یو ځل بیا ښه توپ‌اچونه وکړه او د پاپوا نیو ګیني د پیل لوبغاړي یې ژر ژر وسوځول او زیاتو منډو جوړولو ته یې پرې نه ښودل.

په دغه سیالي کې فضل‌الحق فاروقي درې، نوین‌الحق دوه او نوراحمد بیا یو لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې افغانستان ټاکل شوی هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶م اوور کې پوره کړ او پاپوا نیو ګیني ته یې د اوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې اته غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه.

په دغه سیالۍ کې ګلبدین ۴۹، محمدنبي ۱۶، عظمت‌الله عمرزي ۱۳ او رحمن‌الله ګربز ۱۱ منډې وکړې.

افغانستان له دې مخکې نیوزلینډ او یوګاندا ته هم ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده، د افغانستان لوبډله به په نړۍوال جام کې خپله څلورمه لوبه د جون په ۱۸مه له وېسټ‌انډیز سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.