ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا له اوکراین سره لس کلن امنیتي هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

امریکا له اوکراین سره لس کلن امنیتي هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولۍ ۱۴۰۳): د امریکا او اوکراین ولسمشرانو د روسیې د ګواښونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع پیاوړي کولو په موخه یو دوه اړخیز لس کلن هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د رويټرز د راپور له مخې، یاد هوکړه‌لیک پرون په ایټالیا کې د «جي-۷» ډلې د مشرانو د ناستې په څنډه کې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ترمنځ لاسلیک شو.

په راپور کې ویل شوي چې د یاد هوکړه‌لیک موخه د روسیې د ګواښونو پر وړاندې د اوکراین دفاع پیاوړي کول او ناټو کې د غړېتوب لپاره د دغه هېواد نږدې کېدل دي او دغه امنیتي هوکړه‌لیک امریکا له اوکراین څخه ملاتړ ته ژمنوي، ان که د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نومبر په ټاکنو کې بریالی شي.

د امریکا ولسمشر د اوکراین له ولسمشر سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي: «زموږ موخه په اوږدمهاله کې د اوکراین د دفاعي قابلیتونو لوړول او پیاوړي کول دي.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.