ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوی اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۳۴۹ بندیان خوشي شول

د لوی اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۳۴۹ بندیان خوشي شول

author avatar
15 Jun 2024 - 16:29
د لوی اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۳۴۹ بندیان خوشي شول
author avatar
15 Jun 2024 - 16:29

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، د لوی اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۳۴۹ بندیان خوشي او د ۲۷۰ نورو بندیانو د بند موده کې تخفیف راغی.

سترې محکمې دغه څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

سرچينې لیکلي چې دغه کار د سترې محکمې د رییس شیخ عبدالحکیم حقاني په هدایت د یوه مشخص طرزالعمل له مخې شوی دی.

د سترې محکمې معلوماتو له مخې، د یاد طرزالعمل له مخې، د هېواد په کچه له زندانونو ۳۴۹ هغه بندیان چې د عفوې مستحق وو، خوشي شول او د ۲۷۰ نورو بندیانو د بند موده کې تخفیف راغی.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.