Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو ‎دوام په اړه چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د افغانستان پرمختګ او ستونزو حل برخه کې مرسته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست علي باقري یکشنبې ماښام د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو همکاریو، غزه کې د جګړې وروستي وضعیت او هلته «د صهیونیستي ژریم د جنایاتو» په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې: «د ډیپلوماسي دستګاه سرپرست له افغانستان سره په هراړخیزه توګه له ننګونو سره د مقابلې او پرمختګونو برخه کې د ایران د اسلامی جمهوریت پر ارادې ټینګار وکړ او مختلفو برخو کې یې له افغانستان سره د مرستې چمتووالی وښود.»

سرچینه زیاتوي چې باقري «د صهيونیستي رژيم جنايتونو» دوام ته په اشارې وویل، د فلسطينيانو پر وړاندې د جنایاتو ختمولو لپاره باید د په مشترکه توګه د اسلامي هېوادنو له لوري، په ځانګړې توکه د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې پر دغه رژیم فشار راوړل شي څو له خپلو جنایاتو لاس واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي د ایران او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو یادونه کړې او هیله یې ښودلې چې د تهران او کابل ترمنځ بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.