ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښاروالۍ: د جلال‌اباد ښار د ټولو ویجاړ شوو سړکونو بیارغونه پيل شوې

ښاروالۍ: د جلال‌اباد ښار د ټولو ویجاړ شوو سړکونو بیارغونه پيل شوې

author avatar
18 Jun 2024 - 11:25
ښاروالۍ: د جلال‌اباد ښار د ټولو ویجاړ شوو سړکونو بیارغونه پيل شوې
author avatar
18 Jun 2024 - 11:25

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښاروالۍ مسوولین وايي چې د ۲۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د ښار د ټولو عمومي او فرعي سړکونو بیارغونه پيل شوې ده.

د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد پژواک خبري اژانس ته وويل، د جلال‌اباد ښار اکثريت سړکونه شل کاله وړاندې جوړ شوي، که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې ترميم او داغګيري شوي خو د لږ وخت په تېرېدو بېرته خراب شوي دي.

دی وايي، تازه د ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه په ۲۷۳ ميليون افغانيو لګښت يوه پروژه پيل شوې چې له مخې به يې په ښار کې ۲۷ کيلومتره بېلابېل سړکونه له سره قير شي.

دی وايي: «په دغه پروژه کې يوازې قير کاري شامل نه ده، بلکې د اړتيا په صورت کې د سړک د منځ ګلدانونه، د رڼايي سيسټم، تخريب شوې ويالې او ځينې نورې برخې هم رغول کېږي او دغه راز په ځينو برخو کې سړکونه دوه طرفه هم دي چې دواړه اړخونه يې جوړېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ښار ځينو برخو کې سړکونه جوړ شوي او په ځينو نورو کار روان دی.

دی وايي، پر دغه پروژه ۲۷۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د شپږو مياشتو په موده کې به بشپړه شي او ورسره به د ښار ښکلا ډېره او بڼه به يې بدله شي.

بلخوا، د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي او په ښار کې موټر چلوونکي د دې پروژې له پيله خوښ دي.

د جلال‌اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند د مستوفيت څلور لارې يوه اوسېدونکي جان‌اغا پژواک ته وويل، دغه سيمه کې سړک ډېر خراب شوی و، د ورښتونو پرمهال به هم په کې اوبه ډنډېدلې او دغه راز يې موټرچلوونکو ته مهم زيانونه اړول چې اوس سړک له سره قير شوی او خلک له ستونزو خلاص شوي دي.

دغه راز په جلال‌اباد ښار کې يو رېکشا چلوونکی ولي‌الله وايي، د ښار اکثريت سړکونه تخريب شوي، کله ناکله یې ښاروالي داغګيري کوي خو د لږ وخت تېرېدو سره بېرته تخريبېږي.

دی زياتوي، دغې چارې رېکشا او نورو موټرچلوونکو ته ځکه زيان رسولی چې تل په تخريب شوو ځايونو تګ راتګ يې موټرونه خرابوي او اقتصادي زيان ور اړوي.

د ولي‌الله په خبره اوس چې ځينو سيمو کې د تخريب شوو ځايونو د قير کار پيل شوی دوی ورته خوشحاله دي چې موټرونه به يې له تخريب څخه وژغورل شي.

بلخوا، د جلال‌اباد ځيني ښاريان د بیارغولو کارونو چټکتيا غوښتنه کوي او وايي، که د شپې لخوا کارونه ترسره شي نو خلک به ورسره نه په تکليف کېږي.

اول‌خان چې جلال‌اباد ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري، وايي، کارونه پیل شوي خو چټک نه دي.

هغه وويل، ډېرو هېوادونو کې د ښار داخلي سړکونه د شپې له خوا قير کېږي چې د ورځې خلکو ته ستونزې جوړې نه شي، بايد جلال‌اباد ښاروالۍ هم دې برخې ته پاملرنه وکړي.

خو د ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد وايي، ښاروالۍ هڅه کوي چې کارونه چټک ترسره کړي او په داسې وختونو کې يې ترسره کړي چې خلکو ته زيان ونه رسوي.

د يادولو ده چې د جلال‌اباد ښار ګڼ سړکونه شاوخوا شل کاله وړاندې قير شوي وو چې اوسمهال ډېر تخريب شوي دي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.