ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې له پاکستانه راستانه شوي کډوال د سرپناه غوښتنه کوي

غزني کې له پاکستانه راستانه شوي کډوال د سرپناه غوښتنه کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳): غزني ته له پاکستانه راستانه شوي یو شمېر کډوال وايي چې د نورو ستونزو ترڅنګ د سرپناه نشتون اندېښمن کړي او له حکومته یې د حل غوښتنه کوي.

د یادو کډوالو له ډلې محمدامان چې څه موده مخکې له پاکستانه هېواد ته راستون شوی، پژواک خبري اژانس ته یې وویل، د غزني په زاړه ښار سیمه کې د خپلوانو په یوه نیمه‌ویجاړ شوي کور کې ژوند کوي.

هغه وايي: «پیسې نه لرم چې کرايي کور ونیسم، په راتګ کې حکومت لږې پیسې راکړې، وضعیت مو ډېر خراب دی، کاروبار هم نشته دی.»

دغه راز یو بل کډوال انارګل وویل چې له پاکستانه په زور ایستل شوي او دلته هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: «په هره برخه کې مشکل لرو خو د کور مشکل له ټولو غټ دی، حکومت باید دغه مشکل حل کړي.»

همدرانګه یوې کډوالې ښځې شریفې پژواک ته وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای کور په کرایه ونیسي.

هغې زیاته کړه: «دلته په اسانه کرايي کور نه پیدا کېږي چې پیدا شي بیا کرایه دومره ډېره وي چې مونږ یې نه شو ورکولای.»

یو شمېر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د نورو ستونزو ترڅنګ د سرپناه د نشتون مشکل یې حل کړي.

بل لورته حکومتي مسوولین وايي، هڅه کوي د کډوالو ټولې ستونزې حل کړي.

په دې اړه د غزني والي حافظ امین‌جان عمري پژواک ته وویل، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یوه کمېټه جوړه شوې چې د هغوی روغتیایي، پوهنې او نورو ټولنیزو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

ده وویل، دوی هڅه کوي چې د کډوالو ټولې ستونزې حل کړي څو هوسا ژوند ولري.

همدارنګه د غزني د کډوالو چارو ریاست د بیا مېشتېدنې مسوول درمحمد کاکړ پژواک ته وويل، د اسلامي امارت رهبرۍ غزني کې کډوالو ته د ښارګوټي جوړولو پر طرزالعمل کار روان کړی چې په بشپړېدو سره به یې کډوالو ته ځمکې ووېشل شي.

نوموړي وویل، د کډوالو نورو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې له پاملرنې، خوړو نړۍوال پروګرام، د ډنمارک د کډوالو سازمان، ماشوم ساتنې اداره، ډاکار، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو سره هم د همغږۍ ناستې کړي څو د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د یادونې ده چې تېر کال د نوامبر په میاشت کې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې تراوسه سلګونه زره کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي او له ډلې یې ۱۸ سوه کورنۍ په غزني کې مېشتې شوې دي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.