Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې وسله‌والو یو خبریال وژلی

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې ناپېژاندو وسله‌والو د خلیل جبران په نوم یو خبریال په ډزو وژلی دی.

د پاکستان انټرنېشنشل ده نیوز (International The News) ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل ښارګوټي کې شوې ده.

راپور کې راغلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې ده چې جبران له خپل ملګري سره د کور په لور روان و او موټرسایکل سپرو وسلواله‌والو پرې ډزې کړې دي.

د راپور له مخې، په دغه پېښه کې د جبران ملګری سجاد ټپي شوی دی.

خلیل جبران له خیبر ټلوېزیون سره چې په پښتو ژبه خپرونې کوي، کار کاوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.