ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د پنجوایي یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې ښوونځي او روغتیايي مرکزونه راته جوړ کړي

د کندهار د پنجوایي یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې ښوونځي او روغتیايي مرکزونه راته جوړ کړي

author avatar
19 Jun 2024 - 10:24
د کندهار د پنجوایي یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې ښوونځي او روغتیايي مرکزونه راته جوړ کړي
author avatar
19 Jun 2024 - 10:24

کندهار (پژواک،۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې سیمو کې د ښوونځيو او روغتیایي مرکزونو له کموالي او د لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې پاملرنه ورته وکړي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان، موشان او زنګاوات سیمو اوسېدونکي وایي، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه نه‌لري او سړکونه یې هم خراب دي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هغوی په خبره، په سیمه کې یې یوازې یو – یو ښوونځی او د یادو درېیو سیمو زرګونه کورنیو لپاره یو روغتیایي مرکز لري چې د ټولو خلکو ولاسرسی ورته ستونزمن دی.

د تلوکان سیمې یوه اوسېدونکي عبدالاحد پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې یې په تېرو څو کلونو کې یوازې څو پلچکونه جوړ شوي او نور کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړه: «زموږ په سیمه کې ډېر سخت جنګونه تېر شوي، خو د بیارغونې او نور کارونه نه ‌دي شوي، دلته زرګونه کورنۍ دي، خو یوازې یو کلینیک لري، ښوونځي مو هم کم دي، موږ غواړو چې هره برخه کې کارونه راته وشي.»

دغه راز، د موشان سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمنان وویل، د سیمې سړک یې چې هره ورځ زرګونه کسان پرې تګ راتګ کوي، له کلونو راهیسې خامه دی.

هغه زیاته کړه: «زموږ یوه له ډېرو اړتیاوو سړک دی، دا سړک میوند او د پنجوایي بازار سره نښلوي، هره ورځ زرګونه کسان ورباندې تګ راتګ کوي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دا راته جوړ شي.»

دغه راز یادو کسانو وویل، که حکومت ورته ښوونځي، مدرسې او روغتیایي مرکزونه جوړوي، چمتو دي خپلې شخصي ځمکې ورته وقف کړي.

بل لور ته، د دغه ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، په ډېرو ولسوالیو کې یې د بیارغونې چارې ترسره کړې او پلان لري چې د همکارو موسسو په مرسته د بیارغونې کارونه چټک او د ټولو ولسوالیو د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د کندهار د اقتصاد ریاست رییس عبدالغفار بریالي پژواک خبري اژانس ته وویل: «که څه هم موږ په پنجوایي او نورو ولسوالیو کې د خلکو په غوښتنه پلونه او پلچکونه جوړ کړي، له خلکو سره مو د کرنې برخه کې هم یوه اندازه مرستې کړې، خو بیا له موسساتو سره په تماس کې یو چې په لرو پرتو سيمو کې د بیارغونې برخه کې راسره مرستې وکړي.»

د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د تلوکان، موشان او زنګاوات سیمې له کندهار ښاره په شاوخوا سل کيلومترۍ کې سوېل‌لوېدیځ لور ته پرتې دي چې اکثره اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.