قلعهنو (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳): بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې د یوه تنکي ځوان مړی په راځوړند حالت کې موندل شوی او له دې قضیې سره د تړاو په شک شپږ کسان نیول شوي دي.
د بادغیس امنيې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل: «یاد ځوان تېره شپه له کوره وتلی او سهار په داسې حالت کې په پړي راځوړند و ولیدل شو، خو څرګنده نه ده چې هغه خپله دغه کار کړی او که کوم بل چا وژلی دی.»
نوموړي څرګنده کړه چې یاد ځوان ۱۵ کلن او د قلعهنو ښار د کندلان سیمې د انجیرک کلي اوسېدونکی و.
د صدیقي په خبره، په یاده قضیه کې د لاس لرلو په تور شپږ کسان نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP