ترینکوټ (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې یوې ماشومې ژوند بایللی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
اروزګان کې د ملي اردو څلورمي لوا په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اورلګېدنه تېره ورځ غرمه مهال د خاص اروزګان ولسوالۍ بازار کې د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښي ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې ښه بلل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې تر پېښي وروسته سیمې ته د یادې لوا اړوند د درېیم کنډک سرتېري رسېدلي او ګڼ شمېر کسان یې ژغورلي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP