Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلکو په سوات کې یو تن د قران کریم سوځولو په تور وژلی

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، خلکو د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یو تن د قران کریم سوځولو په تور په وهلو، ټکولو وژلی دی.

دغه پېښه تېره ورځ (پنجشنبه) د سوات په مدین سیمه کې شوې ده.

د سوات سیمه‌ییز پولیس افسر زاهدالله بي‌بي‌سي ته ویلي چې خلک په ځايي بازار کې د دغه سړي په شاوخوا کې راټول شوي وو، چې پولیس هلته ورغلل او دا سړی یې له ځان سره د پولیسو مرکز ته ورساوه.

د ده په وینا، وروسته قهرېدلي خلک د پولیسو مرکز ته پسې ورغلل، د سیمې په جوماتونو کې په دې اړه اعلانونه وشول او بیا خلکو د پولیسو پر مرکز حمله وکړه.

وروسته د ایالتي حکومت ویاند محمدعلي سیف ویلي چې پولیسو دغه سړی توقیف کړی و، خو د قهرېدلو خلکو ډلې د پولیسو پر مرکز له برید وروسته دغه سړی په وهلو، ټکولو له مرکزه ایستلی او وژلی یې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.