ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بکواه کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوې شبکې جوړېږي

بکواه کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوې شبکې جوړېږي

author avatar
21 Jun 2024 - 16:11
بکواه کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوې شبکې جوړېږي
author avatar
21 Jun 2024 - 16:11

فراه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): ځایي چارواکي وایي، د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مرسته د څښاک پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو کار پیل شو.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو دوو شبکو د جوړېدو چارې نن د بکواه ولسوالۍ د شنبې‌ بازار او حاجي سخي‌جان په سیمو کې پیل شوې.

سرچینه زیاتوي چې دغه دوې پروژې به د یاد ریاست تر مشرۍ لاندې، د یونیسف په ۱۱ میلیونه او ۳۹۱ زره افغانیو مرسته په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو شبکو له لارې به د یادو سیمو ۴۶۶ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمدنسیم سرهنګ وایي، د بکواه ولسوالۍ ډېر خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري او یو شمېر کورنۍ له همدې امله له خپلو اصلي سیمو نورو سیمو ته کډه شوې دي.

د هغه په وینا، دغو ستونزو او اړتياوو ته په کتو په پام کې ده چې روان کال ډېرې نورې ورته پروژې په دې ولسوالۍ کې پلې شي.

د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو پلي کېدو ته خوښ دي.

د شنبې‌ بازار سیمې یوه اوسېدونکی حاجي عبدالرازق وویل، خوښ دی چې په سیمه کې یې د اوبو شبکه جوړېږي.

دی غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې په نورو برخو کې هم پروژې پلې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.