Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې یو کس له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې په یوه پارک کې یوازې ژوند کوي

پل‌علم (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د خیرالدین په نوم د کابل ولایت یو اوسېدونکی له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ لرې د لوګر د مرکز پل‌علم ښار یوه پارک کې له ګڼو ستونزو سره ژوند کوي.

۵۶ کلن خیرالدین چې د کابل ښار د بګرامیو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، دا مهال د پل‌علم ښار د ښاروالۍ څلورلارې ته څېرمه د یوه پارک په نیمه ویجاړه خونه کې ژوند کوي.

د هغه چې  شلېدلې خولۍ پر سر، تور لنډ کمیس او زېړ پرتوګ پر ځان و، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روسانو د یرغل پر مهال یې پلار او مشر ورور تري تم شوي دي.

هغه زیاته کړه، د څه وخت په تېرېدو یې مور هم وفات شوه، یوازې په نشه‌يي توکو روږدی یو ورور ورپاتې شو چې له تېرو دوو کلونو راپه دېخوا د هغه په اړه هم هيڅ معلومات نه لري چې چېرته دی.

نوموړي وویل، څو کلونه یې د کابل په هوټلونو کې د کار ترڅنګ ورځ‌مزدوري هم کړې خو ویې نه شو کولای د ژوند چارې په سمه توګه پر مخ یوسي.

دی وايي، د مور او پلار او مشر ورور له لاسه ورکولو وروسته هيچا ورسره د زده‌کړو او ژوند نورو برخو همکاري نه ده کړې.

خیرالدین زیاته کړه: «څو کاله مې د کابل په پارکونو کې هم تېر کړي خو هلته مې کاروبار نه درلود، بالاخره مجبور شوم دلته راشم او ځان ته د اوسېدو ځای جوړ کړم.»

نوموړي همدارنګه وویل، کله چې لوګر ته راغی، اووه کاله یې په پارک کې ځان ته یو سیوری جوړ کړی و او پر سر یې پلاستیک اچولی و، شپې ورځې یې په کې تېرولې خو له اوو کلونو وروسته د ښار ځينو خلکو ورسره نغدي مرسته وکړه چې د ځان لپاره د اوسېدو خونه جوړه کړي.

هغه وايي: «همدا چې خلکو پيسې راکړې، دلته مې د درېیو مترو په اوږدوالي او دوو مترو  په سور ځان ته خونه جوړه کړه.»

خیرالدین وایي، لوګر کې ځینو کسانو مشوره راکړه چې دلته یو څه کاروبار پیل کړه چې لګښتونه دې پوره شي.

د هغه په وینا، له یوه ۶۰ کلن موچي سره یې ملګرتیا پيل کړه، هغه د شاګرد په توګه ومانه او د ورځې به یې ۵۰ افغانۍ ورکولې چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې یې موچي‌توب زده کړ.

نوموړی زیاتوي: «اوس مې موچي‌توب زده کړی، موچي‌ګري کوم، هره ورځ د ورځې له ۵۰ افغانیو نیولې تر ۱۰۰ افغانیو پورې ګټم، له دې لارې خپل ژوند مخ ته وړم.»

خیرالدین د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زړه مې غواړي کور ولرم، مېرمن، ماشومان او خپل او خپلوان ولرم، ولې تر اوسه هیچا هم په دې برخه مرسته نه ده راسره کړې، اوس په یوازې شپې ورځې تېروم، ډوډۍ او چای ځان ته خپله پخوم، جامې ځان ته خپله مینځم.»

نوموړي له حکومت او ستمنو هېوادوالو د خپلو ستونزو د حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز، د پل‌علم ښار یوه بل موچي بسم‌الله پژواک ته وویل چې خیرالدین دلته په کاکا خیرالدین مشهور دی او د دوی ترڅنګ موچیتوب کوي.

هغه زیاته کړه، کاکا خیرالدین له څو کلونو راهیسې د  پل‌علم ښار د یوه  پارک په یوه خونه کې یوازې ژوند کوي.

د یادونې ده، په افغانستان کې د پرله‌پسې څو لسیزو جګړو له امله ګڼ شمېر کسان بې‌کوره او له ورته ستونزو سره مخ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.