Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیرخواه: هڅه کوو د ځینو موسسو او بنسټونو په همکارۍ تاریخي سیمې او ابدې ورغوو

ګردېز (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وايي چې وزارت یوازې له خپلې بودجې نه شي کولای تاریخي سیمې بېرته ورغوي خو هڅه کوي د ځینو موسسو او بنسټونو په همکارۍ دغه کار وکړي.

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پکتیا ولایت کې یوه خبري کنفرانس ته وکړې.

هغه وويل، د ګردېز بالاحصار په ګډون په ټول هېواد کې ډېر تاريخي ځايونه او سيمې بيارغونې ته جدي اړتيا لري.

نوموړي زیاته کړه، وزارت دومره بودجه نه لري چې په یوازې ځان دغه کار وکړي خو هڅه کوي د ځینو موسسو او بنسټونو په همکارۍ تاریخي ځایونه بیاورغوي.

خیرخواه وویل: «د تاريخي ځايونو بیارغونې برخه کې ځيني مؤسسات څه ناڅه کومک کوي او يا ځيني هېوادونه په دې برخه کې کار کوي، موږ ورته هغه ډېر مهم ځايونه په نښه کوو او پاتې هغه نور به بيا خپله امارت هم ترميم کړي.»

خيرخواه دا هم وويل چې په تېرو دوو کلونو کې په یو شمېر ولايتونو کې سلګونه تاريخي سيمې ثبت شوې او دغه راز زرګونه تاريخي اثار يې راټول او په ملي او ولايتي موزيمونو کې يې خوندي کړي دي.

د یادونې ده، د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو په کراتو د تاریخي سیمو بیارغولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې که ونه رغول شي، د لا ویجاړېدو خطر یې ډېرېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.