Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس وژلی

فراه کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس وژلی

author avatar
22 Jun 2024 - 14:03
فراه کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس وژلی
author avatar
22 Jun 2024 - 14:03

فراه‌ښار (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د فراه حکومتي مسوولین وايي چې ناپېژانده وسله‌والو د دغه ولایت په خاک‌سفید ولسوالۍ کې یو ملکي کس وژلی دی.

دغه خبر د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې ناپېژانده وسله‌والو تېره شپه د فراه خاک‌سفید ولسوالۍ په خوست‌والو کلي کې د دادالله په نوم يو کس په ډزو وژلی دی.

سرچینه زیاتوي چې دادالله د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ د اب‌خرما کلي اوسېدونکی و خو دا مهال د خاک‌سفید ولسوالۍ په خوست‌والو کلي کې اوسېده.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.