Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېرو درې میاشتو کې څه ‌باندې ۷۰۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د ټول هېواد په کچه ۷۰۲ زره او ۱۴۸ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر برېښنایي پېژندپاڼې یې د پېژندپاڼو او اسان خدمت د ۷۶ وېش مرکزونو له لارې وېشلې دي.

خبرپاڼه کاږي، په یاده موده کې تر ټولو ډېرې پېژندپاڼې په کابل ولایت کې وېشل شوې چې شمېر یې ۱۳۱ زره ته رسېږي.

د خبرپاڼې په حواله، له کابل وروسته په ترتیب سره په هرات کې څه ‌باندې ۶۸ زره، بلخ کې څه باندې ۴۵ زره، ننګرهار کې شاوخوا ۳۴ زره او په کندوز کې څه باندې ۳۲ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۱۸ زره نورو کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافیع پژواک ته وویل چې د ټول افغانستان په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ۷۷ څانګې فعالې دي چې ۱۳ یې په کابل کې دي.

پژواک د وېشل شوو برېښنایي پېژندپاڼو له درکه د ټول شوو عواید په اړه د یادې ادارې له ویانده وپوښتل، خو هعه معلومات ور نه کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.