Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې لسګونه جریبه ځمکه له غصبه راوګرځول شوه

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وايي چې د دغه وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري د کابل د بګرامیو ولسوالۍ نساجي فابریکې ته مخامخ له ۳۲۵ جریبه غصب شوې ځمکې څخه ۵۰ جریبه یې بېرته راوګرځول شوه او د پاتې ځمکې په بېرته راګرځولو کار روان دی.

د مالیې وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند یاده ځمکه چې له کلونو راهیسې د یو شمېر زورواکو له لوري غصب شوې وه، په غیرقانوني توګه په کې کورونه جوړ شوي وو چې د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري یاد کورونه ړنګ او ځمکه د غاصبینو له واکه ووتله.

خبرپاڼه کاږي: «د دې ځمکې په غصبېدو سربېره په یاده سیمه کې د یو شمېر فرصت طلبه اشخاصو له لوري غیرقانوني کړنې هم ترسره کېدلې چې د سیمي اوسېدونکي یې اندېښمن کړي وو.»

د خبرپاڼې په حواله، د یادو کورونو له ړنګېدو سره په سیمه کې د هر ډول فساد مخه ونیول شوه او د خلکو لپاره بشپړ امنیت ټینګ شو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، پر یاده ځمکه باندې به عام‌المنفه پروژې پلې شي چې ورسره به د سیمې د ابادۍ، ښکلا او پراختیا ترڅنګ، یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.