Language

بادغیس کې شپږ کسان د ځنګلونو وهلو په تور نیول شوي

قلعه‌نو (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې یې شپږ کسان د ځنګلونو وهلو په تور نیولي دي.

دغه څرګندونې د بادغیس ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې کړي دي.

سرچېنې لیکلي، یاد کسان د غورماچ ولسوالۍ په «شرشر» سیمه کې  د دغه قوماندانۍ د شنې قطعې (د ځنګلونو ساتنې قطعې) له لورې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د نیول شویو کسانو قضیې اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.