کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): ملا بسمالله د استخباراتو عمومي ریاست د اداري او تامیناتي مرستیال، مولوي عبدالقیوم روحاني د خوست د والي او حاجي محمد وزیر د غزني د پېښو پر وړاندې د مبارزې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه ټاکنې د مشرتابه د حکم پر اساس شوې دي.
هغه زیاته کړې چې د خوست ولایت مخکنی والي ملا بسمالله عبدالله، د استخباراتو عمومي ریاست د اداري او تامیناتي مرستیال په توګه، د نیمروز ولایت مخکنی مرستیال او مولوي عبدالقیوم روحاني د خوست د والي په توګه ټاکل شوي دي.
هغه دغه راز زیاته کړې چې د کورنیو چارو وزارت د مالي او بودجې ریاست مخکنی رییس حاجي محمد وزیر د غزني ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د رییس په توګه وټاکل شول.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن