فراه ښار (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): فراه ولایت د ۱۱ ولسوالیو په ګډون ۵۸ ملکي او نظامي اداري واحدونه لري چې له ډلې یې لس ریاستونه خپلې ودانۍ نه لري.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په دغو ادارو کې د کډوالو، پېښو پر وړاندې مبارزې، ښار او کور جوړونې، شهیدانو او معلولینو، چاپېریال ساتنې، عدليې، د صنعت او سوداګرۍ، اداري اصلاحاتو او د کانونو او پطرولیم ریاستونه او د سوداګرۍ خونه شامل دي.
د فراه اوسېدونکي هم شکایت کوي چې په دغه ولایت کې یو شمېر ادارې خپلې ودانۍ نه لري، په کرايي کورونو کې اداري چارې پر مخ بیايي چې خلک یې سرګردانه کړي دي.
په دې اړه د فراه د مرکز باغپل سیمې اوسېدونکي محمدیونس پژواک ته وویل چې په دغه ولایت یو شمېر ادارې خپلې ودانۍ نه لري.
هغه وايي: «کله یو ریاست په ناحیه کې وي، بله ورځ یې ځای بدل کړی وي، بل ځای ته تللي وي بیا خلک ورپسې ګرځي چې دا یوه لویه سرګرداني ده.»
دغه راز، د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د شیوان کلي اوسېدونکي محمد داوود هم پژواک ته وویل چې حکومتي ادارې باید خپلې ودانۍ او مشخص ادرس ولري.
ده زیاته کړه: «دا یو لوی جنجال او سرګرداني ده چې ورپسې ګرځي او دولتي ریاست نه شی پیدا کولای.»
یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د اسلامي امارت له مشرانو يې غوښتنه وکړه چې د حکومتي ادارو دغه ستونزه حل کړي.
بل لورته حکومتي مسوولین هم دغه ستونزه مني.
د فراه چاپېریال ساتنې ادارې رييس حافظ برهانالدین پژواک ته وویل چې د دوی ریاست خپله ودانۍ نه لري.
هغه وايي: «په شخصي کورونو کې دفتري کارونه کول ستونزمن کار دی، ګاونډیان راسره په تکلیف وي؛ ځکه شاوخوا مو کورونه وي که وغواړو یا ونه غواړي دا یو مشکل دی.»
دی وايي چې له یو ځای څخه بل ځای ته د کډې کولو پرمهال یې یو شمېر وسایل مات او یا هم له منځه ځي.
دغه راز، د فراه د کډوالو چارو ریاست د کډوالو او بېځایه شوو چارو آمر مفتي احمد پژواک ته وویل چې دوی هم خپله ودانۍ نه لري او په کرايي کور ادارې چارې پرمخ وړي.
ده زیاته کړه: «په انتقالاتو کې مو وسایل ماتېږي او همدا ډول خلکو ته هم یوه ستونزه ده چې په یوه او بله کوڅه کې راپسې سرګردانه وي څو ریاست پیدا کړي.»
خو د فراه اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحی سباوون پژواک ته وویل چې دغه مسله د ولایت په اداري غونډه کې مطرح شوې او د حل لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
نوموړی زیاتوي: «یو شمېر ریاستونه خپلې ودانۍ نه لري، له شخصي ځایونو خدمات کوي خو دا مسله د ولایت په اداري جلسه کې یاده شوې څو له اړوند وزارت سره شریکه شي او غمه یې وخوړل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په فراه ولایت کې یو شمېر دولتي ادارو ته ځمکې وېشل شوي خو د بودجې کموالي له امله تر اوسه پرې ودانۍ نه دي جوړې شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP