Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د تیاتر یوه سالون جوړولو چارې پیل شوې

هرات (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د هرات د ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، د دغه ولایت هنرمندانو ته د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د تیاتر یوه نوي سالون جوړولو چارې پیل شوې.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر مولوي حمیدالله غیاثي وایي چې په دغه ولایت کې د تیاتر سالون په بشپړېدو به په دې برخه کې د هنرمندانو ځینې ستونزې هوارې شي.

غیاثي وویل چې د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنرمندانو ترڅنګ ولاړ دی او له هغوی هر اړخیز ملاتړ کوي.

د مسوولینو په خبره، د تیاتر نوی سالون څلور سوه متره مربع مساحت لري او ټاکل شوې چې د دغه ولایت د ښاروالۍ په لګښت تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

بلخوا، د دغه ولایت ځيني هنرمندان خوښ دي چې له لسو کلونو وروسته د خپلو نندارتونونو ترسره کولو لپاره یو ځانګړی ځای مومي.

د هرات یوه هنرمند عزیزاحمد حیدري له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دمګړۍ په دغه ولایت کې د تیاتر شاوخوا ۶۵ هنرمندان د ټلوېزونونو او ټولنیزو رسنیو لپاره نندارتونونه اجرا کوي خو د هغه په خبره، د تیاتر سالون جوړول په دغه ولایت کې د دغه هنر د پیاوړتیا لامل کېږي.

د هرات فرهنګیان وایي، د هرات تیاتر په لومړي ځل په ۱۳۰۱ کال کې د ځینو فرهنګیانو او هنرمندانو او د یوه هنرمند عبدالواحد بهره په مدیریت جوړ شوی، په تېرو کلونو کې یې دغه ولایت ډېرې لوړې ژورې تجربه کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.