ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خاص اروزګان یو شمېر اوسېدونکو خپله  ۶۹ جریب ځمکه ښوونځیو او مدرسو ته وقف کړې ده

د خاص اروزګان یو شمېر اوسېدونکو خپله ۶۹ جریب ځمکه ښوونځیو او مدرسو ته وقف کړې ده

author avatar
26 Jun 2024 - 13:59
د خاص اروزګان یو شمېر اوسېدونکو خپله  ۶۹ جریب ځمکه ښوونځیو او مدرسو ته وقف کړې ده
author avatar
26 Jun 2024 - 13:59

ترینکوټ (پژواک ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د ۴۲ ښوونځيو او څلورو مدرسو لپاره ۶۹ جریب شخصي ځمکه وقف کړې ده.

د اروزګان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د خاص اروزګان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ۶۹ جریب شخصي ځمکه دغه ریاست ته تسلیم کړې ده.

د یاد ریاست رییس مولوي شمس‌الله کامران پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې ځمکې اسناد په رسمي توګه د پوهنې ریاست د مسوولینو، علماوو، قومي مخورو او سیمه‌ییزو ادارو د استازو په شتون کې دغه ریاست ته سپارل شوي دي.

کامران وایي، ښوونځيو او مدرسو لپاره د وقف شوې ځمکې ټولیز ارزښت اووه میلیون او ۸۷۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

د نوموړي په خبره، پر یاده اندازه ځمکه به ۴۲ ښوونځیو او څلور دیني مدرسو ته ودانۍ جوړې شي.

هغه د ولسونو له لوري د پوهنې پرمختګ او راتلونکو نسلونو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو لپاره د دغه ډول اقدام ستاینه کوي.

ورته مهال، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د خلکو له لوري ښوونیزو مرکزونو ته د ځمکو ورکولو له کاره خوښ دي.

د ترینکوټ ښار یو اوسېدونکی حبیب‌الرحمن وایي، که دا لړۍ دوامداره شي او په هره سیمه کې خلک ورته اقدام وکړي، د ښوونځیو ودانیو نشتوالي ستونزه به ورسره ژر هواره شي.

د یادونې ده، له دې مخکې د اروزګان د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي وو، په دغه ولایت کې د ښوونځیو کمښت له امله ۸۴ زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.