کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي، د ا.ا له واکمنېدو راهيسې په ټول هېواد کې د څه باندې ۱۱۵ زره روږدو درملنه شوې، د نشهیي توکو د تولید ۱۳۱۵ فابریکې ویجاړې شوې او څه باندې ۲۱۷ زره هکتاره کوکنار له منځه وړل شوي دي.
نن د غبرګولي ۲۶مه له نشهيي توکو سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د همدې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، له نشهیي توکو سره د مبارزې نړۍوالې ورځې نمانځل د نشهيې توکو کارولو، خطرونو او زیانونو په اړه د خلکو پوهاوي لوړولو لپاره یو ښه فرصت دی.
هغه زیاته کړې، له بده مرغه په ټوله نړۍ کې د نشهيي توکو د کارولو له امله هر کال ګڼ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
قانع لیکلي، له نشهیي توکو سره د مبارزې برخه کې ننګونې ډېرې دي او دې برخه کې د نړۍوالو بنسټونو او خلکو ګډو هڅو ته اړتیا ده.
سرچینې لیکلی، د حکومت د اړوندو ادارو د جدي مبارزې په پایله کې په هېواد کې د نشهیي توکو کښت، تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی او ان صفر ته راټيټ شوي دي.
د قانع د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو ۴۷ زره او ۸۷۹ عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۷ زره او ۲۴۰ شکمن کسان نیول شوي، ۱۱۹ ټنه بېلابېل نشهيي توکي او الکولي مشروبات او ۵۳۹۰ ټنه کیمیاوي مواد کشف او ترلاسه شوي دي.
هغه زیاتوي، دغهراز د نشهيي توکو ۱۳۱۵ فابریکې او لابراتوارونه له منځه وړل شوي او ۲۱۷۴۳ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.
نوموړی دغهراز زیاتوي، په کابل کې د روږدو درملنې ۵ زره بستریز مرکز هم جوړ شوی او د هېواد په کچه د را ټول شوو ۱۱۵۲۲۰ روږدو درملنه یې کړې ده.
هغه له نشهیي توکو سره د مبارزې، د وروږدو درملنې، کروندګرو ته د بدیل معیشت او نورو برخو کې له نړۍوالو بنسټونو او موسسو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن