شبرغان (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د شبرغان - مزارشریف پر لویه لار د دوو ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي د یاد مطلب څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، په لومړۍ پېښه کې چې پرون (سهشنبه) غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د جوزجان د اقچې ولسوالۍ د سه سرکه مربوطاتو کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې، د درېیو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، په بله پېښه کې چې پرون له غرمې وروسته د یاد ولایت د خانقاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو سراچه موټرو د ټکر له امله شوې، ۷ کسان ټپيان شوي.
نوموړي څرګنده کړه چې د دواړو پېښو ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې نسبتاً ښه ښودل شوی دی.
هغه د ورته پېښو کېدو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي وبلله او له ټولو چلوونکو یې وغوښتل چې حفاظتي مسایل په پام کې ونیسي او د موټر چلولو پر مهال له احتیاطه کار واخلي.