ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي

څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي

author avatar
27 Jun 2024 - 12:10
څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي
author avatar
27 Jun 2024 - 12:10

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): په څلورو ولایتونو کې ۱۶ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي، ۳۲ پر نشه‌یي توکو روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او ۸۴ نور روږدي د درملنې په موخه راټول کړای شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ کسان د غلا، وژنې، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو په کندوز، پروان، نیمروز او نورستان ولایتونو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي: «له دې ډلې ۷ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په کندوز کې، ۴ غله په پروان کې، ۴ تنه د جنایي پېښو په تړاو نیمروز کې او یو بل تن د وژلو په تړاو په نورستان ولایت کې نیول شوي دي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په ننګرهار کې له زر منو څخه د ډېرو سون لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.

د کورنیو چارو وزارت ليکي، پر نشه‌یي توکو روږدي ۳۲ کسان چې له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي وو او په «امید حمایوي کمپ» کې تر درملنې لاندې وو، له رغېدو وروسته د ټاکلې کمېټې له لارې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

سرچینه زیاتوي، دغه راز له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل له اړوندو سیمو څخه ۸۴ تنه پر نشه‌یي توکو روږدي کسان را ټول کړي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.