Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړۍوال جام؛ سوېلي افریقا په نیمه پایلوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل ‌اووریز جام سیالیو په لړ کې نیمه پایلوبه سوېلي افریقا ته وبایلله.

د نننۍ سیالي پچه افغانستان وګټله او په خپله یې لومړی توپوهنه ترسره کړه.

په دغه سیالي کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ۱۲م اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۵۶ منډو وسوځېدل.

همدارنګه، نن د افغان لوبډلې د پیل توپوهونکي د سوېلي افریقا د توپ اچوونکو پر وړاندې پاتې راغلل او خپلې وېکټې یې ژر ژر له لاسه ورکړې.

په دغه سیالي کې رحمان‌الله ګربز په صفر، ابراهیم ځدراڼ په دوه منډو، ګلبدین نایب په نهه منډو، عظمت‌الله عمرزی په لسو منډو، ننګیالی خروټی په دوه، کریم جنت او راشد خان په اتو منډو، نوین‌الحق په دوو، محمد نبي او نور احمد بیا په صفر وسوځېدل.

په مقابل کې سوېلي افریقا د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف په نهم اوور کې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د نهو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د یادونې ده، په شل اووریز نړۍوال جام کې به نن ماښام اووه بجې د هندوستان او انګلستان ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.