کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو ورښتونو، تالندې، تندر او ناڅاپي سېلابونو د احتمال خبر ورکوي.
یاد وزارت نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۷مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن او سبا د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، میدانوردګ، پکتیا، بامیان او سمنګان ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو ورښتونو، تالندې، تندر او ناڅاپي سېلابونو احتمال شتون لري.
سرچینه زیاتوي چې بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو اټکل شوې ده.
سرچینې دغه راز زیاته کړې چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لوېديځ او مرکزي ولایتونو کې د چټکونو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتر پورې ښودل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP