Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۲۳ ولایتونو د عدلیې رییسان تبدیل شول

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت وایي، د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزراء د منظورۍ له مخې د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۲۳ ولایتونو عدلیې رییسان له یو ولایت څخه بل ته تبدیل شول.

د عدلیې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء مقام منظورۍ پر اساس خلکو ته د ګټورو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو او د اسلامي امارت د پالیسۍ تطبیق په موخه شوې ده.

سرچینې لیکلي چې یاد ۲۳ کسان له یوه ولایت څخه بل ولایت ته تبدیل شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې دوی په مرکز او ولایتونو کې خلکو ته د ګټورو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او دغو موخو ته د رسېدو په لار کې له هیڅ ډول هلو‌ځلو ډډه نه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.