ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې پاکستان ته تر ۴۰ زره ډېرو ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

تورخم کې پاکستان ته تر ۴۰ زره ډېرو ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

author avatar
28 Jun 2024 - 16:02
تورخم کې پاکستان ته تر ۴۰ زره ډېرو ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه
author avatar
28 Jun 2024 - 16:02

جلال‌آباد (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۳): ننګرهار کې سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تورخم ښارګوټي کې یې پاکستان ته د ۴۰ زره او ۴ سوه او ۷۵ امريکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.

د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت وايي چې نيول شوي کسان یو یې محمدامين د کوز کونړ ولسوالۍ او بل غوث‌الدين د پښتونخوا د لواړګي سیمې اوسيدونکی دی.

د نوموړي په وینا، دغو کسانو غوښتل چې دغه اندازه ډالر پاکستان ته قاچاق کړي.

دی وايي، نيول شوي کسان به د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونوته ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرې چهارشنبې په ورځ هم تورخم کې پاکستان ته د نوي زره امريکايي ډالرو د قاچاق مخه نيول شوې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.