کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وایي، د ا.ا په اړه د نړۍوالو نظر بدلون موندلی؛ څرنګه چې دا مهال د سیمې هېوادونه له ا.ا سره مثبت او رغنده تعامل لري، دغه راز به په راتلونکې کې له لرو پرتو هېوادونو سره هم مثبتې اړیکې ولري.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د دوحې راتلونکې ناستې ته د اسلامي امارت د پلاوي له ورتګ مخکې د اسلامي امارت له ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد سره چې د یاد پلاوي مشري کوي، وکتل.
سرچينې لیکلي، په پیل کې مجاهد د اسلامي امارت د پلاوي په ترکیب او د سفر څرنګوالي په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، د دوحې په درېیمه ناسته کې به افغان پلاوی د اسلامي امارت له شرایطو او اجنډا سره سم ګډون وکړي او ترڅنګ به يې د ناستې په څنډه کې یو شمېر مهمې لیدنې هم ولري.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې ویلي، له ملګرو ملتونو سره د افغان حکومت استدلال او بحثونه سبب شول چې هغوی هم د یو مسوول حکومت په توګه د اسلامي امارت شرایط ومني، دا ډول ناستې له نړۍ سره د تعامل ښه فرصت دی.
هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت په اړه د نړۍوالو نظر بدلون موندلی، څرنګه چې دا مهال د سیمې هېوادونه له اسلامي امارت سره مثبت او رغنده تعامل لري، دغه راز به په راتلونکي کې اسلامي امارت له لرو پرتو هېوادونو سره هم مثبتې اړیکې ولري.
د هغه په خبره، افغان حکومت له ټولو قدرتونو سره د متقابل درناوي په پام کې نيولو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی.
ارګ لیکلي، د یادې لېدنې په پای کې سیاسي مرستیال د اسلامي امارت ویاند مجاهد ته د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د استازیتوب او د اړوندو موضوعاتو وړاندې کولو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره شي او د اسلامي امارت پلاوی نن (د چنګاښ ۹ مه) په یاده ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP