Language

تېر یوه کال کې د کابل استقلال روغتون کې د جراحي څه باندې ۱۸ زره عملیاتونه شوي

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېر یوه کال کې د استقلال په ملي او تخصصي روغتون کې څه باندې ۱۸ زره وړیا جراحي عملياتونه شوي دي.

دغه وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «تېر یوه کال کې د استقلال په ملي او تخصصي روغتون کې ۱۸۰۴۷ جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.»

سرچینه لیکي چې دغه عملیاتونو په بېلابېلو برخو کې د مجربو افغان متخصصینو او ډاکټرانو له لوري په وړیا ډول ترسره شوي دي.

سرچینې دغه راز لیکلي چې په دغه روغتون کې ۱۸۶ زره او ۵۸۱ سراپا (OPD) او ۲۹ زره ۲۷۲ ((IPD ناروغانو ته خدمات وړاندې شوي دي.