کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د دوحې غونډې ته د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ځي او هڅه کوي نړۍ د افغانستان پر وړاندې ښه دریځ او تعامل ته راوبولي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی چې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان بانک استازې او په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر په شامل دي، ګډون ګډون کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، دوی هیله لري چې د دوحې درېیمه غونډه به د هېواد د ستونزو د حل لامل شي.
هغه زیاته کړه: «دغه سفر له هيڅ لوري سره د دښمنۍ په معنا نه دی، بلکې له ټولو لورو سره د تعامل په نیت دی؛ هر فرصت چې د افغانستان د بهبود لپاره راځي، موږ غواړو ترې ګټه پورته کړو.»
دی وایي، له نړۍ غواړي چې افغانستان یوازې پرې نهږدي او هغو برخو کې چې د افغانانو حق دی، مرستې ورسره وکړي.
مجاهد زیاتوي: «موږ د تفاهم او ستونزو حل په موخه روان یو او نړۍ ښه دریځ او تعامل ته راوبولو، هڅه کوو چې له نړۍ سره خپلې ستونزې حل کړو.»
د ده په وینا، په یاده غونډه کې یې د ګډون موخه دا ده چې د اسلامي امارت پیغامونه ورسوي او دا د پرېکړو کولو لپاره کومه غونډه نه ده.
دی وایي، ځیني هېوادونه له افغانستان سره «عقدهیي ستونزې» لري او یادې غونډې ته د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ځي او هڅه کوي نړۍ ښه دریځ او تعامل ته راوبولي.
د مجاهد په خبره، اقتصادي برخو کې د ستونزو مخنیوي لپاره نړۍ ژمنه کړې او هیله هم شته چې په همدې برخه کې ستونزې حل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن