ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د هېوادونو ترمنځ پالیسو کې تفاوت ته دې د تقابل پر ځای د تفاهم لارې چارې ولټول شي

مجاهد: د هېوادونو ترمنځ پالیسو کې تفاوت ته دې د تقابل پر ځای د تفاهم لارې چارې ولټول شي

author avatar
30 Jun 2024 - 22:27
مجاهد: د هېوادونو ترمنځ پالیسو کې تفاوت ته دې د تقابل پر ځای د تفاهم لارې چارې ولټول شي
author avatar
30 Jun 2024 - 22:27

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند د دوحې په درېمه ناسته کې ویلي، د دولتونو ترمنځ پالیسیو کې تفاوت او بدلون یوه طبیعي چاره ده، د تقابل پرځای دې د تعامل او تفاهم لارې چارې ورته وکتل شي او د مثبت تعامل په تړاو د ا.ا اراده او نیت وجود لري.

هغه دغه راز ویلي، د دې لپاره چې د دوحې ناستې معناداره شي، په کار ده ټول محدودیتونو او بندیزونو او هغه پخواني پرېکړه‌لیکونه ختم شي چې د افغانستان د خصوصي سکټور په لار کې یې اساسي خنډونه ایجاد کړي دي، د افغانستان بانک ګنګل شوي ټولې اسعاري زېرمې دې له نګل څخه خلاصې  او افغانستان بانک په واک کې  ورکړل شي.

د افغانستان په اړه د دوحې درېمه ناسته نن ماښام پيل شوه او په دغه ناسته کې  د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ پلاوی ګډون کړی دی.

مجاهد د نننۍ غونډې په پیل کې ویلي، د دوحې په دې غونډه کې د افغان پلاوی ګډون ښيي چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هغو ملاحظاتو ترڅنګ چې لري يې، د مثبت تعامل پلوی دی.

هغه ویلي: «زموږ په باور د دوحې اوسنۍ ناسته یو فرصت دی، چې زموږ پر مشرانو او د مالي او بانکي نظام د یواړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو او زموږ د ملي اقتصاد په وړاندې د ننګونو په اړه داسې مثبتې خبرې اترې ولرو چې د ستونزو د حل یوښه پيل وګرځي او افغانان هم پوه شي چې زموږ پر هیواد تحمیل شوي بندیزونه نور پای ته رسېږي.»

مجاهد زیاته کړې،افغانان پوښتنه کوي چې د یواړخیزو او څواړخیزو بندیزونو پر مټ ولې په ډله ییز ډول کړول کېږي؟ ښايي ځیني هېوادونه د اسلامي امارت له ځینو اقداماتو سره ستونزه ولري، د دولتونو ترمنځ پالیسیو کې تفاوت او بدلون یوه طبیعي چاره ده.

ده د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي چې دا د دوی په شان د مجربو دیپلوماتانو دنده ده چې د نظرونو تفاوت ته د تقابل پر ځای د تعامل او تفاهم لارې چارې وګوري.

هغه ویلي، د داخلي کړنو او پالیسیو تفاوت باید په هېڅ ډول د دې لامل نه شي چې ځیني زورور هېوادونه په خپلو لاسونو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشار ابزارونه داسې وکاروي چې د یوه جنګ ځپلي ملت ژوند متاثره کړي.

مجاهد زیاتوي: «د دې ټولو ترڅنګ له یواړخیزو او څواړخیزو بندیزونو او فشارونو سره سره، موږ د کوکنارو پر کښت، پروسس او قاچاق چې نړۍ ترې متأثره وه بندیز ولګاوه. د کوکنارو کښت چې په میراث راته پاتې و، موږ په بشپړ جدیت سره صفر ته نیږدې کړ؛ خو په مقابل کې يې ځینو هیوادونو د دې پر ځای چې زموږ د دې مثبت اقدام هرکلی وکړي او زموږ د ملي اقتصاد د احیا په برخه کې بانکي محدودیتونه لرې او زیرمې له کنګل وباسي د نه همکاریو سیاست ته ادامه ورکړه.»

هغه وايي چې افغانستان اسلامي امارت اوس د پر ځان بسیا ملي اقتصاد د بنیادونو د ايښودلو له لارې هڅه کوي چې زموږ اقتصادي خپلواکي هم په بشپړ ډول تضمین کړي، د واقعي اقتصادي بیا راژوندي کولو په برخه کې هم ستر ګامونه اخستي چې ورسره ولسي وکړو ته کارونه ایجاد شوي، سلګونه فابریکې جوړې شوي، ځوانان له بدبختیو راګرځول شوي او ښځينه‌وو ته د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستر تجارتي فرصتونه رامنځته شوي دي.

دی وایي: «زموږ د بهرني سیاست یو اساسي عنصر اقتصادمحوري ده. موږ د خپل اقتصادمحوره خارجي سیاست پر مټ وتوانېدو چې د افغانستان له لارې د سیمې د اتصال امکانات برابر کړو. په شمال کې له ازبکستان څخه راغلې د افغان ټرانس  په نامه د اوسپنې پټلۍ رغونه به وکولای شي چې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا او ازادو اوبو سره وصل کړي. زموږ اړوندې ادارې له خپلو ازبکستاني او پاکستاني همکارانو سره له نژدې کار کوي.»

د اسلامي امارت ویاند ویلي، همداراز ترکمنستان سره د ټاپي د ګازو نل لیکې د جوړېدو په اړه په تېرو دوو کلونو کې ښه پرمختګ شوی او هیله یې څرګند کړې چې د دې پروژې له پلي کېدو سره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د انرژۍ په تبادله او اتصال کې افغانستان مثبت رول ولوبوي.

د ده په خبره،  افغانستان همدارنګه د شمال-جنوب کوریډور په اړه موږ خپل ملاتړ اعلان کړی او چمتو دی چې په دې کوریډور کې شریکو هېوادونو سره له نژدې کار وکړي.

هغه زیاتوي چې د سیمې له هېوادونو سره په ګڼو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو پراختیا ثابتوي چې د افغانستان حکومت د اړیکو د پراختیا اراده او ظرفیت لري، په ورته ډول د نړۍ نور هېوادونه په تيره بیا غربي هېوادونه هم کولای شي د سیمې د هېوادونو په څېر د افغانستان له حکومت سره په یوه واقعبینانه عملي تعامل کې د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې کړي او مثبت تعامل ته وړاندې شي.

نوموړی وایي،، لکه څنګه چې اشاره وشوه، په ځینو برخو کې د نظر تفاوت طبیعي ده. اما مهمه دا ده چې د مثبت تعامل او د اړیکو د پراختیا په تړاو د افغانستان اسلامي امارت اراده او نیت وجود لري.

مجاهد زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت غربي هېوادونو سره هم مثبت تعامل غواړي، اما د بل هر هېواد په څېر افغانان هم ځینې دیني او دودیز ارزښتونه او ولسي غوښتنې لري، چې هغه باید درک کړل شي ترڅو  دوه اړخیزې اړیکې د ناندریو او رکود پرځای پرمخ لاړې شي.

هغه هیله څرګند کړې چې د افغانستان اسلامي امارت ملي حاکمیت، خپلواکي، ارزښتونو او غوراویو ته درناوی وشي، دغو ارزښتونو ته درناوی د ملګرو ملتونو منشور هم تاییدوي.

مجاهد زیاتوي: «که وتوانېږو چې د افغانستان کورني مسایل له بهرنیو اړیکو جلا کړو، ښايي دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ ولرو. د افغانستان اسلامي امارت اوس د افغانستان داسې یو حکومت دی چې د افغانانو د لسیزو  مبارزو نتیجه ده. د افغانستان اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د سیاسي درک کچه مخ په لوړېدو ده. قزاقستان تېره میاشت د طالبانو نوم د ممنوعه ډلو له لیست څخه ووېست او همداراز تمه ده چې د روسیې فدراسیون هم په نژدې وخت کې ورته اقدام وکړي. په عین حال کې، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر ومانه. همدارنګه لسګونو هېوادونو د افغانستان د حکومت دیپلوماتان منلي او فعاله سیاسي استازولۍ لرو. لکه څنګه چې د سیمې مهمو هېوادونو د افغانستان له اوسني حکومت سره د یوه مسؤول نظام په توګه مثبت تعامل کړی، زموږ هیله دا ده چې په ورته ډول غربي هېوادونه هم ګډو دوه اړخیزو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.»

ده ویلي، له تېر اکټوبر راهیسې چې د فسلطین په غزه کې نسل وژنه ادامه لري، دا په تاریخ کې په ژوندي ډول لومړنی خپرېدونکی جنوسایډ دی چې د بشري حقونو دعوه دارو هېوادونو او سازمانونو اعتبار یې له جدي پوښتنو سره مخ کړی.

هغه وایي: «ځیني لوري چې په مستقیم ډول په دې بشري جنایت کې شریکان دي….هغوی په داسې اخلاقي موقعیت کې قرار نه لري چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښونې وکړي او لیکچر راکړي.»

د اسلامي امارت ویاند ویلي، د دې لپاره چې د دوحې ناستې معناداره شي په کار ده ټولو محدودیتونو او بندیزونو او هغه پخواني پرېکړه‌لیکونه ختم شي چې د افغانستان د خصوصي سکټور په لار کې اساسي خنډونه ایجاد کړي دي، د افغانستان بانک ګنګل شوي ټولې اسعاري زېرمې کومې چې د افغانانو مسلم حق دی، بیرته دې د کنګل څخه خلاصې شي او افغانستان بانک په واک کې دې ورکړل شي.

دی زیاتوي که د افغانستان ګنګل شوې زیرمې خلاصي شي نو کولی شي، د پولي سیاست په ښه تطبیق ، د سوداګریزو بانکونو د حسابونو په تقویې ، او  دافغانستان بانک له لوري د سوداګریزو بانکونو په وړاندي د اسعاري مکلفیتونو په ترسره کولو کې وکارول شي.

ده ویلي، د دې زېرمو د انجماد تداوم د سوداګریزو بانکونو دا وړتیا راکمه کړي ده چې د مشتریانو اسعاري ضروروتونه په داخل او یا له هیواده بهر پوره کړي، چې په پایله کې یې مشتریان اړ کیږي چې د تجارت د تداوم لپاره غیر قانوني لارې وکاروي.

د هغه په خبره، د خصوصي سکتور د ودي لپاره مهمه ده چې د افغانستان د بانکونو او د بهرنیو بانکونو ترمینځ تعامل بیا پیل شي ترڅو افغان تاجران وتوانیږي چې د سوداګريزو فعالیتونو لپاره د نړۍ سره د قانوني ( بانکي ) چینل له لاري ونښلول شي.

مجاهد ویلي، دا چې افغانستان د مخدره توکو د هرډول کښت، تولید، پروسیس او قاچاق په وړاندې جدي مبارزه کړې او لا هم لګیا ده، خو له دې څخه وروسته افغان بزګرانو ته بدیل معیشت برابرول یوه اړتیا  او مشترک مسئولیت دی چې باید ترسره شي او افغانستان په دې برخه کې یواځې پرینښودل شي.

هغه زیاتوي چې د دغو مسائلو د حل په موخه باید کاري ډلې جوړې شي او هیله یې څرګند کړې چې پر یاد موضوعاتو موثرې او مثمرې خبرې اترې ولري.

د یادونې ده چې د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیاله رزماري این‌ډي‌کارلو کوي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.