کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ ویلي، د مثبت تعامل په پایله کې له نړۍ سره د ا.ا اړيکې مخ په پراخېدو دي.
له ارګه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراجالدین حقاني او د استخباراتو له عمومي ريیس مولوي عبدالحق وثیق سره ولیدل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت ارزولو او بحث ترڅنګ حقاني او وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستی سفر او د هغه هېواد له چارواکو سره لیدنې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا لپاره مهمې یادې کړې.
هغوی وویل، ګڼ شمېر نور هېوادونه هم له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري.
دوی دغه راز د پایداره امنیت ټینګښت لپاره د خپلو هڅو یادونه وکړه او ویې ویل، د امنیتي ادارو ترمنځ ښه همغږي او جامع امنیتي پلان خلکو ته د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړې ده.
د خبرپاڼې په حواله، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په یاده لیدنه کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ وویل، د هر اړخيزې سياسي پاليسۍ په رڼا کې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د تعامل او اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
نوموړي ویلي، د مثبت تعامل په پایله کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړيکې په پراخېدو دي او دا د اسلامي نظام سياسي پرمختګ ښيي.
د ليدنې په پای کې د رياستالوزراء سیاسي مرستیال هغوی ته د اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP