ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام؛ هند اتلولي وګټله

د کرکټ نړۍوال جام؛ هند اتلولي وګټله

author avatar
30 Jun 2024 - 04:33
د کرکټ نړۍوال جام؛ هند اتلولي وګټله
author avatar
30 Jun 2024 - 04:33

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو په پای لوبه کې سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا لوبه کې د هند لوبډلې لومړۍ توپوهنه تر سره چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې د هند له لوري په توپوهنه کې ویراټ کوهلی ۷۶، اکسر پاټیل ۴۷ او ډوبی ۲۷ منډې وکړې.

په مقابل کې د هند له لوري ورکړل شوی هدف سوېلي افریقا پوره نه کړ او په شلم اور کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۹منډې وکړې او د ۷ منډو په توپیر یې هند ته ماتې وخوړه.

د سوېلي افریقا له لوري په توپوهنه کې کلایسن ۵۱، ډیکاک ۳۹، ټریسټان سټوب ۳۱ او ډاویډ مېلر ۲۱ منډې وکړې.

دغه راز د نننې لوبې غوره لوبغاړی ویراټ کوهلی شو.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.