کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ا.ا د افغان قومونو ګډ ټغر یاد کړی او ویلي يې دي، د اسلامي نظام کورنی او بهرنی سیاست د اسلام تر سیوري لاندې پر ملي ګټو راڅرخي او د پلي کېدو لپاره یې د ولس نظر او سلا مشورو ته اړتیا لري.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې پرون په پېښور کې له افغان جنرال قونسل حافظ محبالله او یو شمېر هېوادوالو سره په جلا ناستو کې کړې دي.
په پیل کې راغلو قومي مخورو او علماوو د ولس د انسجام او غږ اورېدو له امله د ریاستالوزراء سیاسي معاونیت هڅې وستایلې او ویې ویل، افغانان له حکومت سره په هره کچه چې اړتیا وي، همکاري کوي.
دغو مشرانو او مخورو د اسلامي امارت بهرنی سیاست بریالی وباله او وړانديز یې وکړ چې د نظام د قوت په موخه دې له قومي جوړښتونو لا ډېره ګټه واخیستل شي.
همدارنګه په پېښور کې افغان جنرال قونسل د خپلو رسمي چارو په اړه د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د پخوا په پرتله یې د خدماتو کچه ښه شوې او ټولې اړوند چارې یې په عادي ډول په مخ روانې دي.
خبرپاڼه کاږي، سیاسي مرستیال په دې لیدنه کې اسلامي امارت د افغان قومونو ګډ ټغر یاد کړ او ویې ویل، د اسلامي نظام کورنی او بهرنی سیاست د اسلام تر سیوري لاندې پر ملي ګټو راڅرخي او د پلي کېدو لپاره یې د ولس نظر او سلا مشورو ته اړتیا لري.
مولوي عبدالکبیر دغه راز په پېښور کې افغان جنرال قونسل ته په خطاب کې وویل، په بهر کې مېشتې افغان استازولۍ دې د اسلامي امارت د ښه استازیتوب ترڅنګ مراجعینو ته پر وخت د غوره خدمتونو وړاندې کولو برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د پکتیکا سروبي ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدلي.
له ارګه په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه راغلي، یادو علماوو او مشرانو له اسلامي امارته وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د مدرسو او ښوونځیو، روغتیایي کلینیکونو، مواصلاتي لارو او پراختیایي چارو ته پاملرنه وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، د ریاستالوزراء اداري مرستیال په دې لیدنه کې وویل، د اسلامي امارت مسوولین د ټولو وطنوالو د وړاندیزونو او نظریاتو اورېدو هرکلی کوي او په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته د خدمت ترسره کول له خپلو دندو او مسوولیتونو بولي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین د خپل توان په محدوده کې هڅه کوي چې د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.
دغه راز د ریاستالوزراء اداري مرستیال تېره ورځ د جوزجان د درزاب او قوشتپې ولسوالیو له یو شمېر علماوو او متنفذینو سره ولیدل.
د ارګ خبرپاڼه کاږي، راغلو علماوو او مشرانو د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې په دغو ولسوالیو کې د کلینیکونو جوړولو او خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال په دې لیدنه کې وویل، د امنیت ټینګښت او په بېلابېلو برخو، له هغې جملې د روغتیا برخه کې د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له دندو دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن