ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د الینګار ولسوالۍ د ساودرې اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه ‌لري

د لغمان د الینګار ولسوالۍ د ساودرې اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه ‌لري

author avatar
30 Jun 2024 - 11:50
د لغمان د الینګار ولسوالۍ د ساودرې اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه ‌لري
author avatar
30 Jun 2024 - 11:50

مهترلام (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي.

د لغمان د الینګار ولسوالۍ د ساو درې د فوجي کلا یوه قومي مشر ملک پرواز پژواک خبري اژانس ته وویل، په ساو دره کې د کنډه‌کوړک، سالاوا، فوجي کلا، دیالم، سوتن، کندلم، منډه‌پال، کوټا کونګل، سایمن او شکمش په نوم لس کلي دي چې شاوخوا لس زره کورنۍ په‌کې ژوند کوي.

د هغه په خبره چې د یادو کلیو خلک له کلونو راهیسې هیڅ ډول روغتیایي خدماتو ته لاس‌رسی نه‌لري.

نوموړي وویل: «د تېر ۱۴۰۲ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې یو ګرځنده روغتیایي ټیم چې د ورځې ۸ ساعته روغتیایي خدمات به یې وړاندې کول، دلته راته، خو د ۱۴۰۳ کال له پیله یې قرارداد پای ته رسېدلی چې د دې سیمې خلک ټول له روغتیایي خدماتو بې برخې دي، موږ له دولته د یوه مجهز روغتیایي مرکز جوړېدو غوښتنه کوو.»

ورته مهال، د منډه‌پال سیمې قومي مشر ملک خان‌جان وايي: «موږ خپل ناروغان په موټر کې تر دوه نیم ساعته مزل وروسته لغمان ولایتي روغتون ته انتقالوو چې کله ناکله مو ناروغان د لارې په اوږدو کې یا مړه کېږي او یا د کوما حالت ته رسېږي، له موجوده حکومته مو غوښتنه دا ده چې روغتیایي مرکزونه راته جوړ کړي.»

دوی وايي، په ځلونو یې د لغمان له ولایتي ادارې سره خپلې ستونزې شریکې کړې خو له ژمنو پرته یې بل څه نه دي اورېدلي.

بل لور ته، بیا د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د یادې سیمې د خلکو ستونزې یې ور رسېدلي او هڅه کوي چې د موسسو په همکارۍ ورته روغتیایي خدمات ورسوي.

د لغمان د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر سمیع‌الله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، له ولایتي ادارې او موسسو سره یې د یادې سیمې ستونزې شریکې کړې دي.

نوموړي وویل، تېر کال د یادې سیمې لپاره یو ګرځنده روغتیایي ټیم ځانګړی شوی و چې اوس یې قرارداد پای ته رسېدلی دی.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.